انتقل إلى المحتوى

مستخدم:Ayazafghan/ملعب

من ويكيبيديا، الموسوعة الحرة

د شاتو مچۍ

[عدل]

د شاتو مچۍ د مفيدو حشراتو له جملې څخه دې چې زراعت کې د ګلانو القاح کولو دندې ترڅنګ انسانانو ته تيار، له ويتامنينونو ډک صحي خواړه برابروي. د شاتو مچۍ اجتماعي ژوند لري، ملکه د يو حاکم په ډول د ګرد کندو ادارې سربيره د نسل ساتنه کې اساسي رول لري.ګبين چې د شاتو د مچيو توليد نني عصر کې ئې طبي څيړنو لا زياتې ګټې او فايدې څرګندې کړې کومې چې د قرآن کريم اعجاز ښکاره کوي، ځکه الله تعالی پدې اړه خپل سپيڅلي کتاب کې ويلي چې د دې کې د خلکو ته شفاء ده، او نن د زياتو ناروغيو درملو کې ډېر ښه رول، او مثبتې پايلې ئې ورکړي.
[لړ ليک]
د د مچيو ژوند
د شاتو د مچۍ او د قرآنکريم اعجاز
د مچيو ډولونه
د ګبين توليد
د ګبين ځينې ډولونه
د مچيو نېښ او دهغې روغتيائې ګټې

===== ۱- د مچيو ژوند =====
د شاتو مچي خپل کندو يا ځاله کې د خپلې ملکې تر ادارې او قانون لاندې په منظم ډول ټولنیز ژوند ترسره کوي، هره ډله جلا دنده لري، مثلا ملکه د ځالې اطاقونو کې هګۍ اچوي، او نارينه مچۍ يواځې د ملکې د القاح کولو دنده پر غاړه لري، او ښځينه مچې کومې چې د کارګرو مچيو په نامه هم ياديږي؛ د ملکې هګۍ، او بچيانو تغذيه کولو د اطاقونو نظافت او دهغوی د هوا نورمال ساتلو دندې پر غاړه لري. همدا کارګرې مچې دي چې د ګلانو شيرې پسې ګرځي، راوړي ئې او بيا ئې دملکې بچيانو ته وړاندې کوي.

د مچيو ډولونه
[عدل]
  • ملکه: د ځالې ادار او حاکمت د ملکې لاس کې دی، ګردې مچې ئې اطاعت کوي او پرې راټولې وي، ملکه د نارينه مچۍ پواسطه القاح کيږي او د ورځې تقربياً د ۱۵۰۰- ۲۰۰۰ پورې هګۍ اچوي.

کارګرې: دا ښځينه مچۍ دې چې څو ډوله دندې ترسره کوي؛ د کندو ساتنه او د مچيو ترمنځ نظام تضمينول چې دې ډول ته ساتندويه، او بل ډول ته ئې ډرون يا څارګرې وائې چې ګرځي او د شيرې اخيستلو لپاره مناسب ګلان لټوي او بيا ئې نورو کارګرو ته معلومات ورکوي، او بل عامې کارګرې دي چې له ګل څخه شيره راوړي او د ملکې هګۍ پرې روزي. نارينه: دا مچۍ يواځې القاح ترسره کوي، نو ځکه چې کله القاح وکړي، دوی نور څه کار نلري، نو ساتندويه مچۍ ئې شړي او وژنې ئې، دوی اوږدې پښې او غټې سترګې لري. ==== * د مچې جوړښت ====: د مچې جسم له درېيو برخو ځينې جوړ شوی چې عبارت دي له: سر، خيټه او سينه، او ښځينه یا کارګرې مچې نېښ لرې چې د ځان ساتنې ګټه ترې اخلي، او د مچيو حجم له ۲ ملي متر څخه تر ۳۹ ملې مترو پورې رسيږي.

  • ځاله يا کندو: د مچيو د ځالې هره خانه يا اطاق ځانګړی مزدور يا ساتونکې کارګره لري، او مچۍ هيڅکله خپل اطاق څخه نه نادرکه کيږي، او د اطاق جوړښت پر شپږ ضعلي ډول باندې دی، چې دې کې د الله تعالی لوی قدرت څرګنديږي هغه داچې، د شپږضلعې خانې پاکولی او ظافت ورته له يو اړخه اسانه وي، و له بل اړخه ئې د حرارت درجه نورمال ساتلی شي.
  • د اطاق حرارت درجه ساتل: داچې شپږ ضلعي خانه ک دملکې هګۍ وي، او د هرې هګۍ پر ساتنه يوه مچې ګومارل شوې وې، نو کارګره مچې د سختې ګرمۍ پرمهال د خانې څخه دباندې دريږي او خبل پر باند هوا ورننباسي ترڅو ترې ګرمه هوا ووځي.
  • يو عجيبه: له دېرشو کلونو څيړنې وروسته علماؤ ته څرګنده شوه چې د شاتو مچينو کې ځينو يو ډول نشه کونکې ماده خوري چې بلآخره مچې کې لکه د انسانانو پڅېرد تر ۴۸ اته څلوېښت ساتونو پورې د نشې اغيزې پرېږدي، او دا بيا دهغې پر عسلو او کندو ته زيانمن وي، نو ځکه ساتندويه مچۍ ئې له ځالې څخه شړي، ځکه له يو اړخه شات خرابوي له بل اړخه نورې مچې پر نشه روږدې کوي، دوی تر هغه ځالې ته نشي راتللای ترڅو نشه پرېږدي، او که بيا پرې راشي لاسونه او پښې ئې ورپرې کوي.

===== د ګبين توليد =====
څارګرې مچې ګرځې چې کله يو مناسب باغ يا فصل چې ګلان ئې په کافي انداز شيره ولري ومومي، راځي او کارګرو ته د ځای درک د ځانګړو حرکاتو له لارې د مناسبو ګلانو د شيرې اندازه، ځای، جهت او فاصله ورښايي، کارګرې شيره راوړي، له بيا ئې خپل انزايمونو سره ګډ او د وزورونو پر هوا وچوي.

د شاتو مچۍ او د قرآنکريم اعجاز
[عدل]

الله تعالی خپل عظيم کتاب کې فرمايلي:[[ وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ Aya-68.png ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ]] سورة النحل (68-69)ژباړه: او(ګوره)!ستا رب دشاتو مچۍ ته دا وحې وكړه چې په غرونو كښې، په ونوكښې اوپر څپرو خيژول شويو نوتو كښې خپلې ځالې جوړې كړه.او د هر ډول ميوو شيره وخوره او د خپل رب په هوارو كړيو لارو الوزه ددغه مچۍ له خيټې نه په بيلا بيلو رنګونو يو شربت راوځي چې په هغه كښې د خلكو لپاره شفا ده. په يقيني ډول په دې كښې هم د هغو خلكو لپاره يوه نښانه ده چې غور او فكر كوي. وګورئ دې ايت کريمه کې چې څوارلس سوه کال مخکښې چې هيڅ مايکروسکوپ شتون نه درلوده، مچيو ته د مؤنث ضمير استعمال کړی، پداسې حال کې چې ننيو ساينسي څيړنو ثابته کړله چې شات او د شاتو ټول کارونه ښځينه مچۍ سمبالوي-سبحان الله.
د ګبين ډولونه ګبين زيات ډولونه لري زموږ افغانستان او پاکستان کې زيات مشهور د بيرې، پلوڅې، شفتلې، سپيرکۍ، ګرينډا، لاچي.. دي چې په نړيواله سطحه اعلی او غوره شات د يمن د بيرې شات دي چې د يو کيلو ګرام نرخ ئې شاوخوا ۱۳۳ډالره کيږي، ځکه خوند، رنګ او بوي درې واړه ئې رړه راښکونکي دي. نن خالصو شهدو ته لاس رسی ډېر ګران دی، آن چې ځينو سرچينو څخه خبر شوی يم چې د بيرې او شفتلې سره ګډوي او د بيرې په نوم ئې خرڅوي، يا مچيو باندې بوره خوري او د پلوسې سره ئې ګډوي او خور ئې پرې.